د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب او اسلامي بانک له استازو سره ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۳:۳۷
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې  د سره صلیب او اسلامي بانک له استازو سره ناسته ترسره کړه

سه شنبه، ۲۴ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې  د سره صلیب او اسلامي بانک له استازو سره ناسته ترسره کړه.
یاده  ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت په مقام کې د سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په کې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بورسونو تنظیم رئیس نظرمحمد عرفان، د علي آباد تدریسي روغتون رئیس ډاکتر عماد الدین ځاځي، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کميټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر او د اسلامي بانک استازي عطاء الرحمن دراني ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یادو استازو له راتګ مننه وکړه او د دوی تېر او وروستي فعالیتونه یې وستایل.
ښاغلي حقاني دغه راز وویل: " داچې سره صلیب تل او په هر وخت کې د ا،ا،ا سره پوره همکاري کړې؛ نو اوس هم ترې هېله لرو چې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي."
دغه راز یې د هېواد د ابادۍ لپاره د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې تدریسي روغتونونه مهم وبلل او له یادو روغتونونو سره یې د دوی د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ د کومکونو په شفاف ډول مصرفولو ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، مرستندویه ادارې باید د تدریسي روغتونونو د استادانو ظرفیت لوړونې، د دغو روغتونونو خود کفاء کولو او ورته نورو برخو کې همکاري وکړي، ترڅو خپلو هېوادوالو ته لا ښه خدمتونه ترسره وکړو او ناروغان مو ګاونډیو هېوادونو ته له تګ راوګرځول شي.

همدا شان یې د اسلامي بانک له استازي  وغوښتل، چې د لوړو زده کړو وزارت سره په پراختیايي او پرمختايي برخو کې همکاري وکړي، چې د یادو استازو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کميټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر په خپلو خبرو کې وویل، موږ افغانستان سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړه او اوس هم هر ډول مرستې ته تیار یوو، موږ هڅه کوو چې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې تدریسي روغتونونو د استادانو ظرفیت لوړونې او ورته نورو برخو کې همکاري وکړو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS