د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس او پلاوي سره وکتل.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۳۳
fdsfddsffsd


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په افغانستان او په ځانګړي ډول په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خدمتونه وستایل او مننه یې ترې وکړه.  

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست  وزیر په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې سره د راتلونکي کال هوکړې ته تیاری وښود او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې کړي. نوموړي په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د خدمتونو پر وړاندې د هر ډول خنډونو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ. 

وروسته په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنې (MSF) رئیس «لویز» او ورسره مل پلاوي په یاد روغتون کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل، په راتلونکي کال کې یې هوکړې ته تیاری وښود او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه (MSF) له یوه کال راهیسي په میوند تدریسي روغتون کې خدمتونه تر سره کوي او د خوارځواکۍ او سرخکانو برخې تمویلوي. 
 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS