د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له پلاوي سره وکتل.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۴:۳۲
weirwerioewio


یاده لیدنه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، وروسته د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر پروفیسور دوکتور داتؤ قطب مصطفی سانو قدرمن امیرالمؤمنین حفظه الله او ټولو افغانانو ته د فتحې مبارکي وویله.

نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت دی، اقتصادي حالت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل، چې یاد پرمختګونه د قدرمن امیرالمؤمنین حفظه الله د ښې رهبرۍ په پایله کې تر لاسه شوي دي.» 

دغه راز د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر د تحصیل او په ځانګړي ډول د ښځو د تحصیل پر اړتیا خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې مشورې وړاندې کړې. نوموړي د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ په استازیتوب د افغانستان د تعلیم او تحصیل د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود. 

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د فتحې په اړه د یاد پلاوي له نېکو څرګندونو څخه مننه وکړه او د افغانستان د جهاد بریا او فتحه یې  ټول اسلامي امت ته منصوبه کړه چې فتحه تنها د افغانانو په لاس  نه بلکي ټول مسلمه امت پکي شریک دي

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د افغانستان د روان تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د هېوادوالو معیاري دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. 

همدارنګه د لیدنې په پای کې د یاد پلاوي غړو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د لوړو زده کړو اړوند او د ښځو د تحصیل پوښتنې وکړې، چې سرپرست وزیر یاد پلاوي ته قناعت بخشه ځوابونه وویل او له هغوی څخه وغوښتل چې همېشه خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې کړي. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS