د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا غونډه ترسره شوه او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۲۲:۴۵
Tedccvjnbvwecc

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د لوړو زده کړو وزارت په اهدافو، دیني مسؤلیتونو او دندو رڼا واچوله او ویې ويل، چې دا د لوړو زده کړو وزارت مسؤليت دی، چې د خداى (ج) فرمانونو، ملي ارزښتونو او د هېواد د اړتياوو په نظر کې نيولو سره هېوادوالو ته تحصيلي خدمات وړاندې کړي، چې د لوړو زده کړو وزارت یې په نظر کې نیولو سره فعاليت کوي.

سرپرست وزیر همداراز د عصري علومو پر اړتیا او په اړوندو بستونو کې د مسلکي کسانو د ګمارنې په اړه هم خبرې وکړې او د هېواد په تحصیلي نظام کې یې د کار او تدریس پر کیفیت ټینګار وکړ.

ورپسې د اجنډا له مخې د شورا د تېرو پرېکړو د کړنو راپور او د ترسره شویو فعالیتونو څرنګوالی په اړه د شورا غړو ته معلومات وړاندې شول، چې په تعقیب یې د دیني علومو په برخو کې د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو جوړولو، د محصلینو د تبدیلۍ بهیر، د لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسو سره د ګډ کمیسیون جوړولو، د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډې کمېټې د کار پر دوام او نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

نېټه: چهارشنبه

۴/۵/۱۴۴۴ هـ ق ۷/۱۰/۱۴۰۱ هـ ش ۲۸/۱۲/۲۰۲۲ م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS