د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هرات پوهنتون کې استادانو، مسؤولینو او محصلینو ته په یوه ستره غونډه کې وینا وکړه

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۶:۳۱
Rfghyyyyhgjook

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په یوه ستره غونډه کې چې د هرات والي د هرات علماوو شورا مرستیال او د دغه ولایت د استخباراتو رییس، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون کړی و د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د انسان قدر او عزت په علم کې دی.  

 

محترم شیخ صاحب استادان د هېواد ستره معنوي پانګه وبلل او ویې ویل چې د ا.ا.ا په ټول توان سره د هېواد متخصصینو او پوهانو ملاتړ کوي او د هغوی د پرمختګ او ظرفیت لوړونې لپاره زمینه برابروي. دغه راز له استادانو یې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره د محصلینو فکري، عقیدوي او مسلکي روزنه وکړي. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون له محصلینو وغوښتل چې په خپلو درسونو کې د هڅو تر څنګ، په خپلو منځونو کې اتفاق او اتحاد وساتي او د دښمنانو په منفي تبلیغاتو تېر نوځي.

 

همدارنګه د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، هرات ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له سفر څخه مننه وکړه او لوړې زده کړې یې د ټولنې د پرمختګ اساس وبللې. 

 

همدا راز د هرات ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس شیخ مولوي عزیزالرحمن مهاجر د خلکو په اصلاح کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې په اړه توضیحات ورکړل. 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد سفر په لړ کې د ملا علي قاري الهروي رحمه الله (هرات) جامعې څخه لیدنه وکړه. له استادانو او فاضلانو سره په ناسته کې یې د دغې جامعې پرمختګونه وستایل او هغوی ته یې د لا زیاتو هڅو سپارښتنه وکړه. 

 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملا علي قاري الهروي رحمه الله (هرات) جامعې د مسوولینو، استادانو او فاضلانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ. 

 

 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدة ۲۸ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولی ۵ مه

۲۰۲۵ م د می ۲۶ مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS