د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته په خپل کاري سفر کې، د افغانستان د کرنېز او ټکنالوژي علومو ملي پوهنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۹:۳۶
ress

شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پوهنتون له کتابتونونو، لابراتوارونو، درسي صنفونو او نورو برخو څخه د څارنې او ارزونې ترڅنګ د یاد پوهنتون مسؤلینو ته د توکو د ساتنې او سمې ګټې اخستنې سپارښتنې وکړې. 
نوموړي له رهبري هیئت او د پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې د هغوی کړنې، ستونزې او سپارښتنې واورېدې او استادانو ته یې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د ښوونیزو بنسټونو د تدریسې، اکاډمیکو او څیړنیزو چارو ودې او پراختیا لپاره پروګرامونه په پام کې لري.
د افغانستان کرنېز او ټکنالوژي علومو ملي پوهنتون رهبري هیئت او استادانو د لوړو زده کړو وزارت مقام له پاملرنې څخه، چې د ودې او پراختیا په برخه کې یې لري، مننه وکړه. همدار راز ژمنه يې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونو او سپارښتنو سره سم به خپلې تدریسي، څیړنزې او اداري چارې پر مخ وړي.
نیټه: سه شنبه
۲۴/۶/۱۴۴۴هـ.ق ۲۷/۱۰/۱۴۰۱هـ.ش ۱۷/۱/۲۰۲۳ م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS