د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو تن استاد چې د مالیزیا اسلامي نړیوال پوهنتون په پنځه دیرشمه لمانځغونډه کې يې د طب ماسټري برخه کې د غوره محصل جایزه تر لاسه کړې وه وستايه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۷:۱۵
ff

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو ابوعلي ابن سینا پوهنتون رئیس دوکتور وحیدالله مومند، د لوړو زده کړو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو حضور درلود، د کابل طبي علومو پوهنتون استاد دوکتور عبد الله اسعدي په تقدیرولو او تشویقولو سره وویل، هغه کسان چې له تحصیلي او زده کړه ییزو نړیوالو ډګرونو څخه ډک لاسونه هېواد ته راګرځي د اکاډمیکې ټولنې ویاړ باله شي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د نړۍ له معتبرو پوهنتونو څخه د استادانو زده کړې ترلاسه کول او بیرته راتګ په هیواد کې د پوهنتونو لپاره د بدلونونو یوه ښه دریڅه وبلله او ویې ویل: «په تمه یو د هغه څه پایلې چې افغان استادانو په نورو هیوادونو کې زده کړي په خپل علمي چاپيریال کې یې په ښکاره توګه ووینو.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر استاد اسعدي ته د ستاينلیک په ورکولو سره، دغه بریالیتوب یو ویاړ وباله او زیاته یې کړه: «دغه لاسته راوړنه په علمي ټولنې پورې اړه لري او له هغو استادانو څخه مننه کوم چې له خپل هیواده بهر په علمي چاپيریال کې ځلیږي او په ډک لاس هیواد ته راځي او خپل نیک نوم پر ځای پریږدي.»

پوهنیار دوکتور عبدالله اسعدي د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د مالیزیا اسلامي نړیوال پوهنتون لمانځغونډه کې د ممتاز محصل په عنوان دده ټاکلو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته تقدیرنامه ورکولو دده د مسؤولیت احساس او ملت ته د خدمت کولو ژمنه پیاوړي کړې ده. نوموړي وویل چې تر ټولو لوی ویاړ یې ملت ته چې ورباندې زیات حق لري، په ریښتنولۍ سره خدمت کول دي

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS