د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير د کاتب خصوصي پوهنتون د رهبري پلاوي سره ولیدل

Azizorayakhel.admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۵:۱۶
a

لوړو زده کړو وزارت به د دولتي او خصوصي بنسټونو ترمنځ د سيالۍ اصل ته په کتو د دې بنسټونو ودې، د کیفیت پراختیا او علمي نوښتونو ته پاملرنه وکړي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر د کاتب خصوصي پوهنتون د رهبري پلاوي له غړو سره په لیدنه کې څرګند کړ.

سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو د لرلید د څرګندولو په ترڅ کې وویل: ((د لوړو زده کړو د درېیم ستراتیژیک پلان د جوړېدو په بهير کې چې دا مهال تر کار لاندې دی هڅه کېږي څو د دې ادارې د پنځه کلن پروګرام پروسه چې د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو موسسو د زده کړو د کیفیت د ښه کېدو په موخه ترسره کېږي د ظرفیت لوړولو غوره عامل شي.))

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ لید لوری نسبت نورو دولتي او خصوصي بنسټونو ته پر کیفیت راڅرخي او د خصوصي او دولتي بنسټونو د اداره کوونکي سکتور له دریځ څخه خپل مسئولیتونه پېژني. ترڅو دغو بنسټونو ته د معنا لرونکې سیالۍ پر بنسټ د تعامل او همکارۍ زمینه یو ډول برابره کړي.

وروسته د کاتب پوهنتون ريیس علي احمد یوسفي د لوړو زده کړو وزارت د نوماند وزیر له نوو طرحو او لیدلوري هرکلی وکړ او د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو يې خپل ملاتړ وښود او زیاته يې کړه چې کاتب پوهنتون تل د کیفیت لپاره هلې ځلې کړې دي او هڅه کوي چې لا نور هم د پوهې او معرفت مصدر شي.

هغه ټينګار وکړ چې کاتب پوهنتون د کيفيت د ښه والي او د لوړو زده کړو په حوزه کې د مثبت بدلون د راتګ له پاره د نظارت او علمي ارزښتونو د ترسره کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له ټولو پروګرامونو ملاتړ کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS