د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون له لوري وستايل شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۰:۱۱
g

د لوړو زده کړو سرپرست وزير نن د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کميسيون له لوري د نوموړي د اغېزمنو پروګرامونو د وړاندې کولو له کبله وستايل شو.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کميسيون رييس زلمي زابلي دوکتور عباس بصیر ته د لوح تقدير د ورکړې تر څنګ د لوړو زده کړو په سکتور کې د ستونزو د حل له پاره د نوموړي د هڅو او ښه مديريت له کبله مننه وکړه، د هر ډول همکارۍ ژمنه يې ورکړه او د لوړو زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو له پاره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوکتور عباس بصير د دوی د ستاينې او ښه نيت له کبله چې د نوموړي د پروګرامونو او ليدلوري د وړاندې کولو له کبله يې درلود له دوی مننه وکړه، هيله يې څرګنده کړه چې په دوه اړخيزه همکارۍ سره به پر ستونزو بريالي شي او د لوړو زده کړو سکتور به په نړيواله او سيمه ييزه کچه لوړ ځای ته رسوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS