د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۴:۴۶
fewdfsacs

د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوه. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله تر منځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړه لاسلیک شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه پروسه زموږ چارو ته چټکتیا او روڼتیا وربښي. 

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت پالیسي له اسانۍ کار اخیستل او په ښه توګه خلکو ته خدمتونه وړاندې کول دي او په دې برخه کې یې خپلو اړوندو ریاستونو او پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه چې له ساده شوو پروسو کار واخلي او په خپل وخت د خلکو کارونه ترسره کړي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شوو پروسو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه وزارت په ۱۱ ریاستونو او ځينو پوهنتونونو کې دغه پروسه پلې شوې، چې څو چنده یې په چارو کې چټکتیا او ښه والی رامنځته کړی دی. 

وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله د یادې پروسې په اړه معلومات ورکړل او د دې پروسې د عملي کولو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلینو مننه وړکړه. 

د یادولو وړ ده چې د ساده سازۍ پروسه د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په امارتي ادارو کې د کارونو د چټکتیا، اسانتیا او روڼتیا په موخه پلي کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS