د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

مالیزیا د کرونا ویروس د ناروغۍ له کبله، د بهرنیو هېوادونو د محصلينو په ګډون د ټولو مسافرو د تګ راتګ چارې ځنډولې دي او تلونکي محصلين به له اجازه اخيستو پرته ماليزيا ته سفر نکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې څو تنه افغان محصلين له همغږۍ پرته مالیزیا ته تللي وو چې د هغه هېواد له هوايي ډګره بېرته راستانه کړای شول.

له همدې امله ټولو محصلينو ته چې مالیزیا ته په بورس معرفي شوي، خبر ورکول کېږي چې له اړوند پوهنتون سره له همغږۍ او اجازې پرته تر دویمې لارښوونې پورې خپل سفر وځنډوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements