د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس په مشرۍ د تحصیلي بنسټونو د تشکیلاتي چارو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره شوه.
د لوړ زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري، د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې د تشکیلاتي جوړښت بررسي، د ادارې معیاري تشکیلاتو ارزښت او موثریت، اداري کړنلارې، د اداري اسنادو مدیریت او پر پلان جوړونې خبرې وکړې.
همدارنګه هغه د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سم دې خپلې چارې پر مخ وړي، تر څو ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.
په دې لیدنه کې د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او کارکوونکو د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي څخه مننه وکړه او وعده يې ورکړه چې خپلې ټولې رسمي چارې به د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو او ښوونو سره سم پر مخ وړي تر څو ټاکل شوي موخې ترلاسه کړي.
