د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت د ۷۱ خدماتي کار کوونکو لپاره ۶ میاشتنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري د یاد روزنیز ورکشاپ په پیل کې د علم او زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د یاد ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې د علم په زده کړه کې پوره هڅه وکړي.
یاد پروګرام د خدماتي کار کوونکو د بې سوادۍ د له منځه وړلو او راکمولو په موخه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت او لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست سره د ګډې هوکړې پر اساس جوړ شوی، چې د ۶ میاشتو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري د دوو ګروپونو لپاره په دوو بېلو ټولګیو کې پر مخ وړل کېږي.
نېټه: یکشنبه
۱/۱۱/۱۴۴۴ هـ ق ۳۱/۲/۱۴۰۲ هـ ش ۲۱/۵/۲۰۲۳ م
