د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس او د دې ریاست د ارزونې پلاوي د ننګرهار پوهنتون د کلنۍ بیاکتنې او ارزونې په موخه د دې پوهنتون له مشرتابه سره ناسته وکړه.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۷:۱۱
gsddsgdgsgs

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د دغه ریاست د ارزونې اته کسیزه پلاوي د ننګرهار پوهنتون د کلنۍ بیاکتنې او ارزونې په موخه د ننګرهار پوهنتون له رئیس، مرستیالانو او د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل سره په یاد پوهنتون کې ناسته وکړه. 

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي ننګرهار پوهنتون د هېواد له سترو علمي او اکاډمیکو مرکزونو څخه وباله. نوموړي زیاته کړه سره له دې چې ننګرهار پوهنتون بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستی، خو تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه ده او اړینه ده چې د دې ستر علمي کانون د پرمختګ لپاره لا زیات کار وشي.

ښاغلي وحیدي وویل راغلی اته کسیز پلاوی به د یوې اونۍ په موده کې د ننګرهار پوهنتون اړوند پوهنځي، څانګې، علمي پروګرامونه، علمي، تدریسي او اداري برخې، ملي او نړیوال ژورنالونه او نور اړوند شعبات وارزوي او راپور به یې له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړي. 

وروسته د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ننګرهار پوهنتون د تاریخچې، تشکیلاتي جوړښت، پوهنځیو او څانګو، علمي پروګرامونو، علمي، تدریسي او رغنیزو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه هر اړخیز معلوماتي وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه چې ننګرهار پوهنتون څه د پاسه دوه کاله وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ملي پروسې په درېیم پړاو کې د هېواد په کچه په لوړو (۸۹،۵) نمرو د بشپړ علمي او اکاډمیک اعتبار سند ترلاسه کړی او تر دې دمه د نوموړي اعتبار د ساتلو او د پوهنتون د علمي او تدریسي حالت د لا ښه والي لپاره په خپل ټول توان هلې ځلې کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS