د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس د هرات پوهنتون له تدریسي او اداري برخو لیدنه وکړه.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۹:۵۰

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۷مه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس د هرات پوهنتون له تدریسي او اداري برخو لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس شاکرالله وحیدي او په هرات پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مولوي منت الله آخوندزاده د هرات پوهنتون له تدریسي خونو او مختلفو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون له مسوولانو سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي وحیدي د دولتي تحصیلي بنسټونو د بیا پرانیستلو په اړه د لوړو زده کړو وزارت لیدلوری تشریح کړ او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، چې د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو او د دیني او افغاني ارزښتونو په مراعاتولو سره به د ټولو ښځينه او نارینه زده کړیالانو پر مخ دولتي پوهنتونونه پرانیستل شي.

همدارنګه د هرات پوهنتون د زده کړیالانو چارو مرستیال او د دغه پوهنتون سرپرست دوکتور محمد داود منیر د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي سره د خپلو علمي او اکاډمیکو پروګرامونو راپور شریک کړ او دغه پوهنتون ته یې د لوړو زده کړو وزارت د مسوولانو د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS