د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس په مشرۍ پلاوي د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د اداري او تدریسي چارو یوه کلنه ارزونه ترسره کړه.
یاد پلاوي چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس سید اسماعیل روحاني کوي، د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت او د بشري سرچینو رئیس عبدالکریم امیري یې ملتیا کوله، د دغه پوهنتون له مسؤلینو، اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو سره لېدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې، چې د پلاوي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همدا راز پکتیکا پوهنتون ته ورغلي پلاوي د یاد پوهنتون له ادري چارو، درسي ټولګیو، کتابتون او لابراتوار څخه لېدنه وکړه او د اداري او تدرسي چارو یوه کلنه ارزونه یې ترسره کړه.
