د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دایکندي لوړو زده کړو او په دغه ولایت کې د ناصر خسرو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۰
Y

۱۴۰۰کال، د کب ۱۵مه
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دایکندي لوړو زده کړو او په دغه ولایت کې د ناصر خسرو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس انجنیر اکرام الله صهیب د یادو تحصیلي بنسټونو له مشرتابه، استادانو او کارمندانو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې موږ ټول باید ځانونو د ا.ا.ا له پالیسیو سره سم کړو او په متحدانه ډول د خپل تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره کار وکړو. 
دغه راز انجنیر اکرام الله صهیب د یادو تحصیلي بنسټونو مسؤلانو ته له اوصولو سره سم د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت دې ته ژمن دي، چې ستاسو اوصولي کارونه په خپل وخت سره تر سره کړي. 
همدارنګه د یادو تحصیلي بنسټونو مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي له ورتګ څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه، چې په خپلو تحصیلي بنسټونو کې به د لوړو زده کړو وزارت پالیسۍ عملي کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS