د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د خصوصي تحصیلي بنسټونو د دعوت او ارشاد له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د خصوصي تحصیلي بنسټونو د دعوت او ارشاد استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دنده ده او موږ هڅه کوو چې محصلان ته د عصري زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو زمینه هم برابره کړو.
نوموړي د دعوت او ارشاد د لوایحو پر مراعاتولو، د کارونو د ښه والي لپاره پر همغږۍ او مشورو ټينګار وکړ او د پوهنتونونو د دعوت ارشاد له استازو څخه یې وغوښتل چې محصلانو ته د اړتیا وړ دیني زده کړو په برخه کې پروګرامونه جوړ کړي.
همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد استازو د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس له نېکو لارښوونو او مسؤلیت اداکولو څخه مننه وکړه او په خپلو پوهنتونونو کې یې د دعوت ارشاد د پروګرامونو د پلي کولو ډاډ ورکړ.
