د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ د دغه وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ ګډه ناسته وشوه.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۵
Fhjjnbnnnnbbbbvvvb

 

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس د یادې ناستې د ارزښت په اړه خبرې وکړې. 

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال مولوي غلام سعید احساس د دغې ادارې د اساسي موخو، لاسته راوړنو او په مختلفو برخو د کې لاسته راوړنو په اړه ملومات ورکړل او ویې ویل چې د دغې ادارې موخه د هېواد ځان‌بساینه، د کارموندنې کچه لوړول او د بېوزلۍ راکمول دي. نوموړي په دغه اداره کې د مهارتونو لوړونو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه. 

وروسته د ناستې غړو له اجنډا سره سم د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او د ننۍ اجنډا په اړه یې بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې. 

نېټه: پنجشنبه

 ۱۴۴۴/۸/۱۶هـ.ق ۱۴۰۱/۱۲/۱۸هـ.ش ۲۰۲۳/۳/۹م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS