د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت د شورا ناسته ترسره شوه
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا معينيت د لوړو زده کړو وزارت د زدهکړیالانو چارو د معين پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده په مشرۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د اداري چارو د ترسره کولو څرنګوالي او مراجعينو ته په اداري چارو کې د اسانتياوو راوستو په اړه بحث وشو او د دې رياست تر چتر لاندې د دوو نویو رياستونو جوړېدل د غونډې د غړو له لوري ومنل شول.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده د برېښنايي زده کړو او محصلينو د خدمتونو انسجام په اړه وويل چې د محصلينو چارو په برخه کې د کار د بې کچې تراکم له کبله او د برېښنايي زده کړو د پياوړتيا له پاره اړتيا ليدل کېږي چې د برېښنايي زده کړو او د محصلينو انسجام د خدمتونو ریاستونه جوړ شي.
نوموړي د هرې ادارې د جوړېدو موخه او فلسفه د مراجعينو اړتيا او غوښتنه ياده کړه او زياته يې کړه چې نظر د محصلينو فکري ودې، استعداد غوړېدو، د هېواد په کچه د علمي او اکاډميکو چارو په بېلابېلو اړخونو سره او له علمي او اکاډميک پلوه د محصلينو زيانمن کېدل، د نوښتګرو او خلاقو محصلينو تشخیص او د پوهنتونونو په چاپېريال کې د علمي، ورزشي او فرهنګي او همداراز د مجازي زده کړو په برخه کې د محصلينو ورځ په ورځ د ډېرېدونکې اړتيا او د نړيوالو زده کړو په چاپېريال کې يې اغېزمنه تجربه، د محصلينو چارو معینیت د لوړو زده کړو وزارت د قانون د شپږم فصل له منځپانګې او د لیسانس دورې له اووم فصل سره سم وړانديز کوي چې په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلينو د علمي اړتياوو د پوره کولو له پاره د دې معینیت تر چتر لاندې دوه نوي رياستونه جوړ کړي.
