د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د یاد وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتي او چاپي فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۷:۴۴
rfgsdgrfhr

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتي او چاپي فعالیتونو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد ریاست د مسلکي او تخنیکي برخو د مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې.
نوموړي په یاده لیدنه کې د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه قدردانی وکړ او ویې ویل، چې د دوى د ستونزو په حل کې به مالي امکاناتو ته پاملرنه وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست په خپل تشکیلاتي جوړښت کې درې ‌آمریتونه لري، چې د نشراتو او اطلاعاتو، مطبعې او عامه اړیکو آمریت پکې شامل دي او هر آمریت خپلې ورځنۍ چارې ښه په صداقت او اخلاص سره پرمخ وړي او هغه دندې، چې د ریاست مقام له لورې ورته سپارل کېږي ترسره کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS