د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجمي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب د غزني پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله اکرم زوی او همدارنګه د مالي او اداري چارو لپاره قاضي عبدالبصیر

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۰
پوهنمل احسان الله اکرم زوی به حیث رئیس و قاضی عبدالبصیر حنفی به حیث معاون مالی و اداری پوهنتون غزنی معرفی شدند.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۰مه
د لوړو زده کړو وزارت د څیړني، تألیف او ترجمي رئیس مولوي محمد داود حقاني او د یاد وزارت د داخلي پلټني رئیس انجینر اکرام الله صهيب د غزني پوهنتون لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی پوهنمل احسان الله اکرم زوی او همدارنګه د مالي او اداري چارو لپاره قاضي عبدالبصیر حنفي د مرستیال په توګه معرفي کړل.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د هیئت په ګډون د غزني ولایت د یو شمیر ادارو استازو او د یاد ولایت د پوهنتون پخوانی رئیس، اداري او مالي مرستیال، استادانو، اداري کارمندانو  او محصلینو ګډون درلود.
مولوي محمد داود حقاني په اکاډمیکو چارو کې د غزني پوهنتون مخکني رئیس او مرستیال د خدمتونو د ستایلو تر څنګ، د یاد پوهنتون نوي رئیس، مالي او اداري مرستیال ته د دغه ستر مسؤولیت مبارکي وویله او د الله تعالی له دربار څخه یې په چارو کې د توفیق غوښتنه ورته وکړه. 
وروسته د غزني پوهنتون مخکني رئیس پوهنمل محمود همت د خپل خدمت په اړه خبرې وکړې او د غزني پوهنتون نوي رئیس ته یې د مبارکۍ تر څنګ، په چارو کې له الله تعالی څخه د بریا غوښته وکړه. دغه راز د غزني پوهنتون نوي رئیس احسان الله اکرم زوی یاده دنده ستر مسؤولیت وباله او ویې ویل چې د چارو په غوره تر سره کولو کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS