د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د حوت په ۲۴مه نېټه جلسه ترسره کړه چې په ياده جلسه کې د کرونا وايروس د وقايوي تدابيرو په څرنګوالي، د کيفيت د تضمين رياست د دريو کړنلارو تایيد، اعتبار ورکونې او د اجنډا په نورو موضوعاتو بحث وشو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۷:۰
ل

علمي معين او سرپرست وزير پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل دا چې د کرونا وايروس په چټکۍ سره مخ په زياتېدو دی او افغانستان هم تر جدي ګواښ لاندې دی تاکييد يې وکړ چې د لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې پوهنتونونه، د لوړو زده کړو موسسې او تحصيلي بنسټونه ملکف دي چې ددې وايروس پر وړاندې د مخنيوي په مبارزه کې خپله ملي وجيبه اداء کړي. او همدارنګه رهبرۍ شورا فیصله وکړه ددې لپاره چې د زده کړو بهير زيانمن نشي او د محصلينو اړيکه د زده کړو د پروسې سره قطع نشي نو علمي کادري غړي دې هڅه وکړي تر څو درسي مواد د اليکټرونيکي چينلونو له لارې د خپلو محصلينو سره شريک کړي تدريسي او تحصيلي بهير دې په غېرې مستقيم ډول د اليکټرونيکي روشونو څخه په ګټې اخيستنې سره چې په اړه يې د ۱۳۹۸ کال د حوت ۲۴ ماسپخين دوه بجې د ويډيوي کنفرانس له لارې معلومات ورکړل شول دوام ورکړي. د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د وزارت د مرکزي ادارو ټولو ريسانو ته لارښونه وکړه چې په خپلو کاري چارو کې دې د کرونا وايروس په وړاندې جدي تدابير ونيسي او هڅه دې وکړي چې خپلو مراجعينو ته انلاين خدمتونه وړاندې کړي. د اجنډا اړوند وروسته: د وزارت رهبري شورا په درې کړنلارو (د کيفيت د تضمين بورډ کاري کړنلاره، اکاډميکې اعتبار ورکونې، د اکاډميکې اعتبار ورکونې طرزالعمل او د مسلکي طرز العمل په بيا کتنه) د کیفيت د تضمين رياست چې د ياد رياست د چارو د تنظيم په موخه جوړ شوی هر اړخيز بحث وکړ او د مجلس د غړو د نظرونو د تبادلې او وړانديزونو څخه وروسته يې د ټولو په اتفاق د طرزالعملونو رايې په پرنسيپ کې تایيد کړې. او همدارنګه په بله جلا جلسه کې چې د ولاياتو د پوهنتونونو ریسانو سره د ويډيوي کنفرانس له لارې ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين احمد سير مهجور د کرونا وايروس په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې او ټولو پوهنتونونو ته يې لارښوونه وکړه چې د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي او ددې وايروس په اړه دې د عامه پوهاوي موثر پروګرامونه جوړ کړي او پدې برخه دې له ولايتي مسولينو سره هر ډول مرستې او هڅې نه درېغوي. دوکتور مهجور وويل چې تحصيلي بنسټونه مکلف دي چې خپل درسونه اليکټرونيکي او انلاين په معياري توګه د علم او پوهې د ښه لېږد په موخه برابر کړي او د خپلو پرمختګونو راپورونه دې په متواتر ډول له مرکز سره شريک کړي تر څو يې تجربې، نوښتونه او ستونزې د موثرې ګټې اخيستنې په موخه له نورو پوهنتونونو سره شريکې شي. چې په مقابل کې يې د مرکز او ولاياتو پوهنتونونو د هداياتو د تطبيق اړوند خپل تياری وښوده او پدې برخه کې يې یو سلسله وړانديزونه هم وکړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS