د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او نوماند وزير د افغانستان امريکايي پوهنتون له رييس سره وليدل

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۲:۴۴
ش

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او نوماند وزير دوکتور عباس بصير د افغانستان امريکايي پوهنتون له رييس او تعليمي برخې له مرستيال سره وليدل.

په دې ليدنه کې د افغانستان امريکايي پوهنتون رييس پروفيسور ډېوېډ سېډني د ياد پوهنتون او د پوهنتون د علمي فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو د نوماند وزير او سرپرست په توګه يې د دوکتور عباس بصير په ټاکنه خوشالي وښوده.

همداراز د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير دوکتور عباس بصير، د هېواد د تحصيلي سکتور د ښه والي په برخه کې د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل زياته يې کړه، د خصوصي او دولتي تحصيلي بنسټونو د کمي او کيفي وړتیاوو د لوړولو، د سېستمونو د ښه والي، علمي څېړنو ته پاملرنه، د بازار د کار له غوښتنې سره سم د محصلينو روزل او د هېواد د تحصيلي نظام د پراختيا له پاره د بهرنيو مرستو جلبول، د هغو پروګرامونو له ډلې دي چې کار به پرې وشي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS