د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د یوه پلاوي په ملتیا «د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت وزیرانو دویمه نړیواله غونډه» کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسيې کازان ښار ته سفر وکړ

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۱:۴۲
fdggfgf


د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم نن سهار د فدارتیف روسيې کازان ښار ته سفر وکړ، چې هلته به د لوړ زده کړو او پوهنې وزيرانو په دویمه نړیواله غوڼده کې ګډون او وینا وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر به همداراز په یاده غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو سره هم وګوري.
هغه به همدارنګه د فدارتیف روسيې د تحصیلي مرکزونو او پوهنتونونو څخه لیدنه وکړي او په یاد هېواد کې به د افغان محصلانو وړاندیزونه او ستونزې واوري.
د یادونې وړ ده، چې یاده غوڼده به د روان کال، جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په دویم ځل پکې ګډون کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS