د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د الخدمت بنسټ له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولېدل
د ۱۴۰۰کال د مرغومې ۷ مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د الخدمت بنسټ له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولېدل.
په دغې لېدنه کې په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین هم شتون درلود، د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو سره د یاد بنسټ د مرستو پر څرنګوالي خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې یاد بنسټ به د هېواد کادري روغتونونه له نږدې وګوري او د دوی اړتیاوو ته په کتو به ورسره لازمې مرستې وکړي.
د الخدمت بنسټ په وینا د دوی مرستې به د کادري روغتونونو د اړتیاوو له ارزونې څخه وروسته، په نږدې وخت کې د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړل شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
