د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو د معینیتونو ګډه ناسته ترسره شوه. 

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۵ - ۱۱:۵۷
د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو د معینیتونو ګډه ناسته ترسره شوه. 

۱۴۰۰کال، د کب ۱۵مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو د معینیتونو ګډه ناسته ترسره شوه. 
په دغه ناسته کې علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو سرپرست او د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د مرکزي ادارو رئیسانو او د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو ګډون کړی و. په یاده ناسته کې د تحصیلي بنسټونو د ډیپارټمنټونو د ترتیب او په ۱۴۰۱هـ.ش کال د نویو شاملو شویو محصلانو د غوره تنظیم په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.   
د دغې ناستې غړو د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه، تر څو د پوهنتونونو د مسلکي استادانو او اړوندو دولتي ادارو له استازو سره په همکارۍ، یاده موضوع نهایي کړي. 
د شورا غړو له اجنډا سره سم، د هغو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په اړه، چې له تېرو کلونو تر دې مهاله یې د مقرراتو او لوایحو خلاف، د فوق لېسانس پروګرامونو په مختلفو برخو کې له ۳۰ کسانو زیات جذب کړي، هم بحث او لازمې پرېکړې وکړې. 
همدارنګه په دغه ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس پروګرامونو  د فارغینو  په اړه بحث وشو او د ستونزو په اړه یې لازم تدابیر ونیول شول. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تحصیلي بنسټونو د ځواکمنتیا او د ځوانانو لپاره د غوره تحصیلي زمینې پر برابرولو ټينګار کړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS