د لوړو زده کړو وزارت علمي معينيت شورا غونډه جوړه شوه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معينيت شورا غونډه د دغه وزارت د علمي مرستیال په مشرۍ جوړه شوه او پکې په اړوندو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې تر درې کلونو وروسته د علمي موضوعاتو د نوي ثبت پر بهیر، په یونسکو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې د ریاست وړاندیز شوې پروژې، د علمي کادر د ترفیع د فرعي آثارو د څېړنې د معیارونو ټاکل او د بیاکتل شوو علمي خپرندویو لایحې، د درسي سرچینو د تآلیف، ژباړې او خپرېدو د کړنلارې په اړه ښه کارپوهاوی، د مونوګراف لیکلو کړنلارې او د لارښود استاد ټاکلو د طرحې ښه والي په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د غونډې غړو همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونې په اړه چې په تحصیلي بنسټونو کې د اهل هنودو جذب او په ټولنه کې د هغوی پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په موخه د عامه پوهاوي د کمپاینونو ترسره کولو په تړاو وه؛ ځانګړې کمېټې ته لارښوونه وشوه څو د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو په ګټې اخیستنې سره طرحه جوړه او په راتلونکې غونډه کې دې وړاندې کړي.
پر دې سربېره د اسلامي علومو پوهنځي ته د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي تعلیماتو پوهنځي د نوم اړولو په اړه چې د علمي پروګرامونو پراختیا ریاست له لوري وړاندیز شوی و، پرېکړه وشوه څو د اړوند پوهنځي له استادانو، د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو او پوهنې وزارت سره په سلا مشورو اقدام وکړي. په غونډه کې د پکتیا پوهنتون له لوري د علمي کادر د جذب او ازموینې د تفویض د صلاحیت په اړه خبرې وشوې او هغه یې تائید کړه.
