د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې له استازي سره وکتل. 

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۳:۴۸
sjadjjksajkdaskj

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د روزنې، د علمي کادر ظرفیت لوړونې، افغانستان ته د متخصص علمي کادر را استونې، افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړې او په بلخ پوهنتون کې د ترکي ادبیاتو د پرانیستې مراسمو د څرنګوالي په برخه کې یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل. 

وروسته د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي چنگیز آی دیمیر په بلخ پوهنتون کې د ترکي ادبیاتو له رامځنته کولو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین یادې غوښتنې به د خپل هېواد له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي. نوموړي زیاته کړه چې ترکیه په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او هر کال ۳۰۰ سیټه تحصیلي بورسونه افغان محصلینو ته ورکوي. دغه راز د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته بلنه ورکړه، تر څو ترکیې هېواد ته سفر وکړي. 

همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء د یاد پوهنتون په  اړه معلومات ورکړل او له دې پوهنتون سره یې د مادي او معنوي همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه. 

په پای کې یو ځل بیا د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي چنګیز آی دیمیر ټینګار وکړ او ویې ویل چې ترکیې ته د علمي معین د سفر پر مهال به د لوړو زده کړو وزارت وړاندیزونه او غوښتنې د ترکیې هېواد اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي. 

د یادولو وړ ده چې په یاده لیدنه کې د لوړو زده  کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس او په افغانستان کې د ترکیې د کلتوري مرکز رئیس حسین ګونګور هم حضور درلود. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS