د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د خصوصي تحصیلي نهادونو له لوري جوړېدونکو څېړنیزو کنفرانسونو د څرنګوالي په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۸:۵۰
987412000

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د یاد ولایت د دوو خصوصي تحصیلي نهادونو (سپین غر او التقواء لوړو زده کړو مؤسسو) له لوري پلان شویو علمي څېړنیزو کنفرانسونو د جوړېدو څرنګوالي په موخه، د یادو خصوصي تحصيلي نهادونو له مسؤلینو سره بېلا بېلې ناستې وکړې او د کنفرانسونو د ښه مدیریت او اغېز په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

هغه د یادو خصوصي تحصيلي نهادونو له لوري پر جوړېدونکو څېړنیزو کنفرانسونو خوښي وښوده او په یو شمېر برخو کې یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې ورته وکړې. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دغه راز د هېواد او نړۍ پر مهمو موضوعاتو د څېړنو ترسره کول، د پوهنتونونو ستر مسؤلیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.

په پام کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه په ننګرهار ولایت کې سپین غر لوړو زده کړو مؤسسه «په افغانستان کې روغتیایي سېسټم او خدمتونو ته کتنه، ستونزې، فرصتونه او حلارې» او همدارنګه التقواء لوړو زده کړو مؤسسه «د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول» تر عنوانونو لاندې علمي څېړنیز کنفرانسونه دایر کړي.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونو د هېواد امارتي پوهنتونونو کې په بېلا بېلو موضوعاتو ملي او نړیوال کنفرانسونه دایر شوي او اوس خصوصي تحصيلي نهادونه هم غواړي چې په اړینو موضوعاتو ورته کنفرانسونه دایر کړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۷مه
۲۰۲۴م، د نومبر ۱۷مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS