د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د مرکز د څلور ګونو پوهنتونونو له مسوولينو سره د کتنې په ترڅ کې په دغو پوهنتونونو کې د تحصيلي چارو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۹:۱۵
معین علمی وزارت تحصیلات عالی طی نشستی با مسوولان پوهنتون های چهارگانه مرکز،  روی تقویت امور تحصیلی در این پوهنتون ها تأکید نمود.

یکشنبه ۷ حمل ۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د مرکز د څلور ګونو پوهنتونونو له مسوولينو سره د کتنې په ترڅ کې په دغو پوهنتونونو کې د تحصيلي چارو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

dd

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خيرخواه وويل، چې د پوهنتونونو په پيل سره موږ ته موقع په لاس راغلې، چې خپل مسؤلینونه د ديني او ټولنيزو اصولو، قوانينو او ارزښتونو په نظر کې نيولو سره، د افغانستان مظلوم ولس ته غوره خدمتونه ترسره کړو.

dd

ښاغلي خيرخواه د استاد د وظيفې د ستاينې په ترڅ کې زياته کړه، چې په درسي ټولګيو کې بايد له محصلینو سره شخصي، سياسي او سلیقه یي چلند ونه شي، تر څو محصلين د سمو فکرونو او افکارو په درلودلو سره وروزل شي او راتلونکي کې خلکو ته په ښه توګه خدمت وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خبره، اوس چې په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته رسېدلی، باید د پوهنتونونو استادان د تحصیلي نصاب، څېړنیزو لیکنو او د تحصیلي نظام د ښه والي لپاره له پخوا ډېر کار کوي.

د مرکز د څلور ګونو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولتخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون) مسوولينو د خوښۍ په څرګندولو سره اطمینان ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ به خپل مسووليتونه سرته رسوي او په ټولنه حاکمو ارزښتونو ته به جدي پاملرنه کوي.

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS