د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ١٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د البيروني پوهنتون د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. 

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۵:۳۶
488kghdsgsdgdfh


په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې چې د یاد پوهنتون مشرتابه، علماوو، استادانو او د بېلابېلو ادارو رئیسانو ګډون درلود، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه د وزارت پر لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې او ويې ویل چې د وزارت په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیتونه رامنځته شول، په پوهنتونونو کې د هېواد په کچه علمي کنفرانسونه جوړېږي او په بېلابېلو پوهنتونونو کې دې ته ورته پروژې پر لاره لوېدلې دي.
وروسته علمي معین او د البيروني پوهنتون رئیس لخوا د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد دېوال ٢٦٠٠ متره اوږدوالی او ٦٠ سانتي بر لري او د پوهنتون ٣١٤ جريبه ځمکه راچاپېروي. 
نېټه : چهارشنبه 
۱۴۴۵/۴/۱۷ هـ.ق ۱۴۰۲/۸/۱۰ هـ.ش۲۰۲۳/۱۱/۱

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS