د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې ګډون وکړ او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۵:۵۹
fdfsed

د غونډې په پيل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستيال پوهاند دوکتور جمشيد رشيدي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خيرخواه په شتون خوښي څرګنده کړه او د علمي شورا د غونډې اجنډا یې ولوستله.

ورپسې د غونډې غړو اجنډا سره سم په هېواد کې د تعلیمي او تحصیلي نظام د ښه والي او پیاوړتیا په اړه د ملي کنفرانس د جوړېدو د چمتووالي، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ په دې برخه کې د همکارۍ څرنګوالي، د استادانو د مقالو راټولولو، د مرکز او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د استادانواو د اړوندو ادارو د مسؤلینو په ګډون، د استادانو د دوسیو څیړلو، د کیفیت د تضمین په مسایلو، د مقالو د چاپ او خپرولو د بهیر ساده کولو او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول.

پر دوام یې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هېواد په مهمو او پرېکنده مسایلو کې د پوهنتونونو پر رول ټینګار وکړ، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د ملي کنفرانسونو د جوړولو موخه، په مهمو ملي مسايلو کې د يادو تحصيلي بنسټونو د دريځ روښانه کولو او په دغو ادارو کې د لا زيات تحرک رامنځته کول روښانه کړل.

ښاغلي خيرخواه د ښوونې او روزنې د پوهنځيو له استادانو څخه وغوښتل، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ملي کنفرانس د جوړولو په برخه کې تېر کنفرانسونه، چې په کابل او شیخ زاید پوهنتونونو کې ترسره شول، مطالعه کړي د هغوی د ضعف او قوت نقطې په ګوته کړي او د امکان تر حده ترې د خپل کنفرانس په ترسره کولو کې استفاده وکړي.

علمي میعن همدا راز زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په ټول توان سره د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د ملي کنفرانسونو له تنظیمولو څخه ملاتړ او حمایت کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS