د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په پولي تخنیک پوهنتون کې د (اوبو نړیوال کنفرانس-کابل) د جوړیدو په اړه د امارتي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو سره انلاین ناسته وکړه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۹:۵۱
lkjl;sdfkl;sd


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «د افغانستان د تحصیلي بهیر په تېر ۹۰ کلن تاریخ کې تحصیلي مرکزونه یا خپل رسالت ته پرېښودل شوي نه دي او یا یې چا خبره منلې او اورېدلې نه ده، چې له امله یې دوی خپل اساسي رسالت کې له خڼد سره مخ وو».
علمي معین دغه راز اوبه یوه نړیواله حیاتي مسئله یاده کړه او ویې ویل، چې همدې ارزښت ته په کتو مو دغه کنفرانس په نړیواله کچه پلان کړی او د مسلکي ادرس په توګه مو د کنفرانس کوربتوب د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته ورکړی دی.
دغه راز په یاده ناسته کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس او مسؤلینو، د وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس په حضوري او د امارتي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو او استازو هم په انلاین بڼه ګډون کړی و چې د کنفرانس د ښه مدیریت او لا معیاري کولو په اړه یې له یو بل سره نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
په پام کې ده چې (د اوبو نړیوال کنفرانس-کابل) د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست د پلان سره سم په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روان کال جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د ملي او نړیوالو څېړنیزو مقالو په وړاندې کولو سره د درې ورځو په موده کې ترسره شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS