د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل کې د ترکیې سفارت د دیني چارو له سلاکار سره وکتل او د لوړو زده کړو وزارت له خوا د "دیوان" مجلې ته د اعتبار ورکولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۳
معین علمی وزارت تحصیلات عالی با مشاور امور دینی سفارت ترکیه در کابل دیدار و روی منظوری سند اعتباردهی مجله علمی « دیوان» از  سوی وزارت تحصیلات عالی بحث و گفتگو نمودند.

۲۱ مرغومی ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کابل کې د ترکیې سفارت د دیني چارو له سلاکار سره وکتل او د لوړو زده کړو وزارت له خوا د "دیوان" مجلې ته د اعتبار ورکولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په داسې حال کې چې د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي څانګو رئیسانو هم حضور درلود، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هېواد او خلکو له مرستو څخه قدردانی وکړ.
نوموړي دغه راز د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست ته لارښوونه وکړه، چې د لازمو علمي معیارونو له ارزونې وروسته یادې مجلې ته د اعتبار ورکولو د سند د صادرولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
ښاغلي دوکتور خیرخواه له ترکیې څخه د هېواد د تحصیلي بنسټونو د علمي مجلو د جوړولو په برخه کې د علمي تجربو د شریکولو، ګډو علمي څېړنو او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې په کابل کې د ترکیې سفارت د دیني چارو سلاکار دوکتور عبدالجلیل الپ کري د ټولنېزو علومو په برخه کې د علمي څېړنو د نړیوال ژورنال "دیوان" په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، 
دغه مجله دوه کاله وړاندې د جوزجان پوهنتون په چوکاټ کې د افغان، ترکي او ازبک څېړونکو په همکارۍ جوړه شوې، چې د ترکيې د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې علمي سند هم ترلاسه کړى دى.

هغه هېله څرګنده کړه چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت به هم د باورلیک په صادرولو کې همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز د ګډو علمي سېمېنارونو د جوړولو، د علمي اړېکو د پياوړتيا ، د علمي څېړنو او نورو علمي همکاريو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالې علمي مجلې مالي لګښت د ترکیې هېواد د حکمت خیریه بنسټ له خوا چې په افغانستان کې د ساینسي او بشري

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS