د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام فعالیتونه وڅېړل
د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي معین پرون د لوړو زده کړو د پراختیایي پروګرام (HEDP) له مسئولینو سره ناسته کې د دغه پروګرام د تېرو فعالیتونو راپور واورېد او د راتلونکو پروګرامونو په وړاندې یې د پرتو خنډونو د لرې کولو ژمنه یې ورسره وکړه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي چارو معین ښاغلي مولوي اسد الله فرید سربېره د دغه وزارت د زدکړیالانو چاور او علمي چارو معینانو هم ګډون درلود.
د غونډې په بهیر کې د لوړو زده کړو د پراختیایي پروګرام مسوول خالد مومند د دغه پروګرام پر تېرو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او کاري لومړيتوبونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله.
نوموړي د هغه ستونزو یادونه هم وکړه چې دغه پروګرام په تېر کې ور سره مخ و.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معین ښاغلي مولوي اسد الله فرید د لوړو زده کړو د پراختیايي پروګرام په وړاندې د پرتو ټولو خنډونو په لرې کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
خالد مومند او ټیم یې د خپل راپور وړاندې کولو په لړ کې د دغه پروګرام مهمې موخې، اساسي برخې او تر سره شویو کړنو لنډيز وړاندې کړ. هغه زیاته کړه چې نوموړي پروګرام تر دې مهاله په دولتي پوهنتونونو کې د آی سي ټي ۱۲ مرکزونه جوړ کړي او لسو نورو پوهنتونونو ته یې د آی سي ټي تجهیزات چمتو کړي دي.
همدارنګه هغه وویل چې دوی تر اوسه د شاګرد محوره زده کړو په برخه کې کابو ۲۳۰۰ دولتي استادان روزلي دي.
ښاغلي مومند همدارنګه زیاته کړه، چې دوی د خپل پروګرام له لارې د ماسټرۍ ۴۸۸ او د دوکتورا ۵۳ بورسونه ورکړي چې له دې ډلې یې ۲۵۱ کادري غړو د ماسټرۍ پروګرامونه بشپړ کړي او خپلو پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دي. نوموړي د خپل پروګرام له لارې د وړاندې شویو خدماتو ټول ارقام وړاندې کړل.
