د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ ترسره شوه. 

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۹:۰
jksdfhkjsdjfds


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د اداري کارونو په ښه والي او چټکتیا کې د ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او هېوادوالو ته پر غوره خدمتونو وړاندې کولو یې ټینګار وکړ. 
نوموړي وویل چې د الله تعالی په فضل سره په ټول هېواد کې سوله ده او هېوادوال د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ژوند کوي. هغه زیاته کړه چې نظام مکلف دی چې خلکو ته ښه او په خپل وخت خدمتونه وړاندې کړي، ځکه په صادقانه ډول خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلام په مبین دین کې عبادت ګڼل کېږي. 
وروسته له اجنډا سره سم د تېرې شورا راپورونه واورېدل شول او د ۱۴۰۳هـ.ش مالي کال بودیجې، د کابل پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی شپنۍ برنامې د عوایدو او لګښتونو، د لیلیو د خواړو مینو، د وزارت زاړو وسایطو د لیلام او پر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS