د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دیني علماء کرامو له ازموینې څخه، چې په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه، لیدنه وکړه.
د دیني علماء کرامو او تخصصاتو د فارغانو له ازموینې څخه د څارنې پر مهال، د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس مولوي اسدالله فرید او د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ.
وروسته د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د یادې ازموینې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د علماء کرامو او دیني جامعاتو فارغانو د اسنادو ارزونې او رسمي کېدو پروسه پیل او په دې سره به د افغانستان علماء کرامو ته نه یوازې په هېواد، بلکې په بهرنیو او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د لوړو تخصصي علومو زده کړې او کار زمینې برابرې شي.»
د ياونې وړ ده، چې د علماء کرامو د لويې دورې اسنادو ارزونې ازموینه په څو پړاوونو کې اخیستل کیږي، چې په لومړي پړاو کې یې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو، پوهنتونونو استادانو او د ماسټرۍ پروګرامونو محصلانو ګډون کړی وو.
