د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له هلمند پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۶:۱۲
sdfsdfs

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب د یادې لېدنې پرمهال وویل:« د لوړو زده کړو وزارت له لوري به هلمند ولایت ته پوره پام کېږي او د لا پرمختګ او ښه سمون په موخه به د لوړو زده کړو په برخه کي له یاد ولایت سره پوره مرسته او همکاري وشي.»
ښاغلي حسیب په یاده لیدنه کې، د هلمند پوهنتون له مسؤلینو سره په ځینو مهمو مسایلو د نظر تبادله او بحث وکړ او همدارنګه یې د ځینو رغنیزو پروژو د بشپړیدو او لا ښه پرمختګ په برخه کي ژمنې وکړې.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت محترم والي، د ښاروالۍ او زراعت ریاستونو له مسؤلینو سره هم په جلا جلا توګه وکتل او د هلمند پوهنتون اړوند یې پر یو شمیر مهمو موضوعاتو ورسره بحثونه وکړل، چې ښې پایلې به ولري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS