د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین او د وزارت تخنیکي ټیم، د لوړو زده کړو په چارو کې د ترکیې هېواد له تخنیکي ټیم سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر اکاډمیکو اړېکو یې خبرې وکړې.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۴:۳۵
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین او د وزارت تخنیکي ټیم، د لوړو زده کړو په چارو کې د ترکیې هېواد له تخنیکي ټیم سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر اکاډمیکو اړېکو یې خبرې وکړې.

۱۴۰۰ کال، د مرغومې ۶مه

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین او د وزارت تخنیکي ټیم، د لوړو زده کړو په چارو کې د ترکیې هېواد له تخنیکي ټیم سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر اکاډمیکو اړېکو یې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول لوړو زده کړو کې، د ترکیې له صادقانه مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د پراختیا او همدارنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اکاډمیکو اړېکو غوښتنه یې وکړه.

دغه راز په کابل کې د ترکیې سفارت تعلیمي سلاکار چنکېز ازدمىر، د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې تخنیکي ټیم د معرفي کولو تر څنګ وویل، چې موږ د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د غوښتنو په پام کې نېولو سره، د خپل هېواد له مقاماتو سره په اړېکه کې یوو او د ځواکمنتیا لپاره یې هڅه کوو.

په پای کې دواړو اړخونو د چارو د غوره مخ ته بېولو لپاره، د تخنیکي ټیمونو پر منظمو ناستو ټېنګار وکړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS