د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمېسیون غړو سره وکتل
په دغه ناسته کې محترم امیرګل شاهین د ولسي جرګې د معارف او لوړو زده کړو چارو کمېسیون رئیس، احمد ضیا یفتلي د دې کمېسیون منشي او عبدالرزاق هاشمي د یاد کمېسیون غړي هم حضور درلود.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي میلمنو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ یې د ملي شورا د قانوني مقام او نظارتي صلاحیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د پارلمان د لوړو زده کړو چارو اړوند کمېسیون او لوړو زده کړو وزارت تر منځ په دوه اړخیزه همکاریو سره کولای شو د خپلو فعالیتونو د لا ښه والي او موثریت په لارو چارو کې مثبتې پایلې تر لاسه کړو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیون له غړو څخه وغوښتل چې د لاسته راوړنو او د اجراآتو او ستونزو څرنګوالي د شریکولو په موخه له دوی سره منظمي میاشتنۍ ناستې تر سره کړي، تر څو د دغو دواړو بنسټونو تر منځ اړیکه د پخوا په پرتله لا ټینګه شي.
په دغه ناسته کې هر یو ښاغلي امیرګل شاهین، ښاغلي ضیاء یفتلي او ښاغلي عبدالرزاق هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کمېسیون او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همکارۍ کولو ژمنې وکړې او د کمېسیون او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د میاشتنۍ ناستو له طرحې څخه یې ملاتړ وکړ، د لوړو زده کړو مشرتابه سره یې د ملي شورا د صلاحیتونو په چوکاټ کې د حقوقي او قانوني ستونزو د حل کولو په اړوند د همکارۍ ژمنه م وکړه.
