د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس کندهار پوهنتون ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د عملي زده کړو لپاره کمپیوټر لېب پرانیست.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضياء جبارخېل په کندهار پوهنتون کې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په راتلونکي کې به د آی ټي په مرسته داخلي ملي شبکې رامنځته شي او د پوهنتونو تر منځ به د اړیکو پر جوړولو او د نویو پالیسیو په رامنځته کولو هم کار وشي.
نوموړي د کندهار پوهنتون مسؤلینو ته د (IT) په برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او محصلین یې د کمپیوټر ساینس تخصصي زده کړو ته وهڅول.
وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست رئیس پوهنيار عبدالخالق چوپان وويل، چې د کندهار پوهنتون مشرتابه تل هڅه کړې، چې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمينه برابره کړي؛ تر څو مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
