د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۷:۳۶
dfd

د لوړو زده کړو وزارت د مقام د هدایت په اساس ياد پلاوي د انجینر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ، چې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد  رئیس مولوي شاکر الله وحدت، د مالي او حسابي چارو رئیس عبدالباري خپلواک او د انساني سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یې هم ملتیا کوله، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مختلفې علمي، تدریسي او اداري چارې له نیږدې وکتلې، ارزونه یې وکړه او له استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو سره یې د جلا ناستو په ترڅ کې لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې واورېدل شوې او د لیلیې، ټولګیو او دعوت ارشاد چارې وارزول شوې. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي کونړ ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه وکړه او په دغه مؤسسه کې یې د تحصیلي چارو پر ځواکمنتیا، د شفافیت پر تأمین او د اسلامي ارزښتونو او لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقرراتو پر عملي کولو خبرې وکړې، همداراز ددغه تحصیلي بنسټ تدریسي او اداري چارې وارزول شوې او د شته ستونزو د حل سپارښتنې او لازمې لارښوونې ورته وشوې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS