د لوړو زده کړو وزارت (62) تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړونې له څلور ورځني ورکشاپ څخه فارغ شول.
1443/12/6
1401/4/14
د لوړو زده کړو وزارت (62) تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړونې له څلور ورځني ورکشاپ څخه فارغ شول.
دغه ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست لخوا په لاره اچول شوی و او ګډونوالو پکې د "راپور ورکولو" بېلابېل پړاوونه زده کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري د تصدیقونو د وېش په مراسمو کې ګډونوالو ته وویل ”هغه څه، چې په دغه ښوونیز ورکشاپ کې یې زده کړي دي، په خپلو اداري کارونو کې عملي کړي، تر څو ولس ته په ښه ډول خدمت وړاندې کړي“.
ښاغلي اميري همدا راز وويل، چې په راتلونکي کې په پام کې لري، چې د کمپيوټر په برخه کې د کارکوونکو ظرفيت لوړولو پروګرامونه هم په لاره واچول شي.
په پای کې د دغه ورکشاپ ګډونوالو د روزنې او ظرفیت لوړونې پروګرامونه اغېزمن وبلل او د دا ډول پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
