د لوړو زده کړو وزير پېښو ته د رسېدو له پاره د دولت له وزير سره وکتل
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په خپل کاري دفتر کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر د فعالیتونو، پروګرامونو او د لوړو زده کړو وزارت په کاري لومړیتوبونو خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې تر دې مهاله د لوړو زده کړو وزارت د زده کړو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې؛ خو د علم د تولید په برخه کې کم بریالی و.
هغه وویل د وزارت نوې رهبري د تيرو اغیزمنو پروګرامونو د دوام ترڅنګ، د علم د تولید او علمي څيړنو په برخه کې په جدي توګه کار کوي او هڅه کوي څو د علمي او اکاډمیکو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې زیاتې عایداتي سرچینې چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو اساسي دنده ده، معرفي کړي.
ډاکټر عباس بصیر ټولو ادارو سره د اړیکو په رامنځته کولو، په ځانګړې توګه د هغو پالیسیو د چمتو کولو په برخه کې چې په علمي څيړنو باندې ولاړ وي؛ وویل، لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې یو میکانېزم چمتو کړی دی، چې پکې په څيړنیزو پروژو کې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادر غړو له پوهې څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي بحث شوی دی.
په همدې حال کې حوادثو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د تحصیلي خدمتونو او ځوانو کادرونو د روزلو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو او کړنو له امله خوښي وښوده؛ ډاکټر عباس بصیر يې د لوړو زده کړو په برخه یو تجربه لرونکی شخص وباله.
نوموړي د عامه پوهاوي په برخه کې د طبیعي حوادثو خطرونو د کموالي په اړه وویل، د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په تحصیلي بنسټونو کې یو لړ پروګرامونه چمتو کړل، چې له بده مرغه په هېواد کې د کرونا ویروس خپریدو له امله دغه پروګرامونه ودرېدل. هغه هیله څرګنده کړه، چې د یادو ستونزو په رفع کېدو سره به دغه پروګرامونه بېرته پیل شي.
همداراز دواړو خواوو د هر اړخیزو بحثونو د ګډو پروګرامونو او همکاریو په اړه په ځانګړې توګه د طبیعي حوادثو د خطرونو کموالي په برخه کې د استادانو له پوهې څخه په استفادې ټینګار وکړ.
