د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مشر سره ولیدل
د دغې لیدنې موخه د کار رامنځته کول او نوښت ملي پروګرام د مرکز رامنځته کولو پر طرحې او د رامنځته کولو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې کول و.
په دغه لیدنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د اترا ادارې مرستیال هم شتون درلود، د (اترا) ادارې مشر عمر منصور انصاري وویل چې دغې ادارې پر یوې طرحې کار کړی چې پر بنسټ به یې د معلوماتي او ډیجیټلي ټکنالوژۍ په برخه کې د خلاقو طرحو د ملاتړ یو روزنیز مرکز رامنځته شي چې د نوښت او کار رامنځته کولو لامل کېږي.
د هغه په وینا په دې مرکز کې زدکړیالان او د ټولنې نور نوښتګر او خلاق کسان د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د تولیدي شرکتونو رامنځته کولو لپاره روزل کېږي.
د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر یاده طرحه د دغه وزارت له موخو سره برابره وبلله او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري چې د هېواد ښوونیز نظام د څېړنې او د نوښت او خلاقیت په لور برابر شي.
هغه وویل چې دغه وزارت به د یاد مرکز د رامنځته کلولو لپاره د وړ ځای په برخه کې یوه وړ او قانوني کړنلاره ولټوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په خپلو ویناوو کې د یادې ادارې له مشر څخه وغوښتل چې خپله طرحه له دوی سره شریکه کړي ترڅو په دې برخه کې اغېزناک او غوره ګامونه پورته شي.
