د لوړو زده کړو وزیر د اشراق خصوصي لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل
د لوړو زده کړو وزیر د اشراق خصوصي لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه پلاوي سره د لیدنې پر مهال د خصوصي تحصیلي بنسټونو د خدمتونو د ښهوالي او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد تحصیلي نظام په برخه کې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو رول ته د اشارې تر څنګ د دغه سکټور په برخه کې لاسته راوړنو، فعالیتونو او شته ستونزو په اړه وینا وکړه او ویې ویل، چې په ځینو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د ګټورو فعالیتونو تر څنګ د قوانینو او مقرراتو د پلي کولو په برخه کې ځينې ستونزې هم شته چې باید رسېدنه ورته وشي.
دغه راز دوکتور عباس بصیر وویل، چې د هېواد د کابینې د پرېکړې پر بنسټ په پام کې ده چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو بېلابېلې څانګې وارزول شي او د سمپوزیم له جوړولو او مناسبو حل لارو په ګوته کولو څخه وروسته یې پایلې د ولسمشرۍ له عالي مقام سره شریکې شي.
دوکتور بصیر د هېواد لوړو زده کړو کیفیت لوړولو تر څنګ وویل:"موږ هڅه کوو چې په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنې پر بنسټ زده کړې داخلې کړو او تر څو چې په تحصیلي بنسټونو یاده بڼه تجربه نه کړو، اغېزناکو پایلو ته نه رسېږو." هغه موخو ته د رسېدو او سیسټم د بدلون لپاره له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو وغوښتل چې د سمینارونو جوړولو، کنفرانسونو او خپلو علمي پروګرامونو کې له پخوا ډېره هڅه وکړي.
په دغه لیدنه کې د اشراق لوړو زده کړو موسسې رییس ډاکټر احمد سعید عبدالهي د هېواد تحصیلي نظام د کیفیت لوړولو له امله د دغه وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او یو لړ ستونزې او وړاندیزونه یې د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړل او د لوړو زده کړو وزیر هم قوانینو او مقرراتو ته په کتو سره یې د رسیدنې ژمنه وکړه.
