د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان امریکايي پوهنتون له رییس سره ولیدل
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر افغانستان کې د امریکايي پوهنتون له رییس ډیویډ سیډني سره، نورو پوهنتونونو ته د یاد پوهنتون د علمي تجربو په لېږد خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر د لوړو زده کړو بنسټونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو او علمي تجربو شریکول د یاد بنسټ د پرمختګ یوه لاره وبلله او د دغه پوهنتون له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د آنلاین زده کړو او علمي څېړنو په برخه کې نورو تحصیلي بنسټونو سره همکاري وکړي.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر وویل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي څېړنو او آنلاین زده کړو د سیسټم پراختیا پروګرام باندې کار کوي او په دې برخه کې اړتیا ده چې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.
افغانستان کې د امریکايي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني پر تحصیلي نظام د کورونا ویروس اغېز یوه ستونزه وبلله او ویې ویل؛ چې یاد پوهنتون د آنلاین زده کړو په پیلولو سره په اغېزمن ډول د زده کړو دوام فرصتونه برابر کړل.
نوموړي زیاته کړه، هغه محصلان چې په کور او چاپیریال کې د برېښنا او انټرنېټ نشتون سره مخ دي؛ د پوهنتون چاپیریال ته راځي او خپل درسونه په آنلاین توګه او له کوم لګښت پرته پر مخ وړي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون رییس لوړو زده کړو وزارت سره د علمي څېړنو او آنلاین زده کړو په برخه کې د همکارۍ په اړه وویل؛ چې تر دې مهاله یې له ډېری خصوصي تحصیلي بنسټونو سره روزنیزې ناستې جوړې کړي او په راتلونکې کې به هم د څېړنې، آنلاین زده کړو او تدریس او د نړیوالو ژورنالونو معیارونو سره سم مقالو لیکلو سره د استادانو اشنا کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
