د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان پوهنتونونو ورزشي فدراسیون یوشمېر مډال راوړونکو ورزشکارانو سره ولیدل
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د افغانستان پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون له مشرتابه او یوشمېر مډال راوړونکو ورزشکارانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان پوهنتونونو فدراسیون رییس منقوش الدین نسیمي د دغه فدراسیون د لاسته راوړنو، ورزشي فعالیتونو، ننګونو او ستونزو په اړه د راپور وړاندې کولو تر څنګ د هېواد پوهنتونونو ورزشي جشنوارې ترسره کولو طرحه د لوړو زده کړو وزیر سره شریکه کړه.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د افغانستان پوهنتونونو ورزشي فدراسیون د راپور تر اورېدو وروسته ورزش په هېواد کې د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره له اساسي لارو څخه وګڼه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې ورزش بنسټیز شي.
نوموړي وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو پر فزیکي او روحي سلامتیا باندې د ورزش اهمیت په پام کې نیولو سره د دغه وزارت د نوي تشکیل په چوکاټ د زدکړیالانو خدماتو په نامه ریاست رامنځته کولو پر طرحې کار کړی چې د فعالیتونو مهمه برخه یې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د ورزش بنسټیز کول دي.
د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان د فدراسیون له لاسته راوړنو د مننې تر څنګ وویل چې له بده مرغه د لوړو زده کړو په بنسټونو کې ورزشي فعالیتونه لکه څنګه چې ښایي د منلو وړ نه دي. نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکار زدکړیالانو د ستونزو هواري او د ورزشي ډګرونو په رامنځته کولو او سمبالتیا کې د المپیک ملي ریاست سره هم خبرې کړي چې هغوی په دې برخه کې یو لړ ژمنې کړي دي.
د لوړو زده کړو وزیر همدا راز د افغانستان پوهنتونونو ورزشي فدراسیون څخه وغوښتل چې خپل کاري پروګرامونه منسجم کړي او د ځواب ویونکو جوړښتونو پر رامنځته کولو لا زیات کار وکړي چې وکړی شي په دې برخه کې خپل کاري راپورونه په خپل وخت وړاندې کړي.
نوموړي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت به په خپلو شته اسانتیاوو د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د ورزشي فدراسیونونو د ستونزو هوارولو هڅه وکړي.
په پای کې مډال راوړونکو ورزشکارانو ته مډالونه د لوړو زده کړو وزیر لخوا ورکړل شول او د دغه فدراسیون نجونو ورزشکارانو ته هم یو افتخاري جام ورکړل شو.
