د لوړو زده کړو وزیر د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه د هیواد دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره ویډیويي ناسته وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۳۳
g

د لوړو زده کړو وزیر نن په یوه ویډیويي ناسته کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه د هېواد ټولو دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مشرانو او علمي مرستیالانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدلې.

دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر سربېره د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهیدزاده او د لوړو زده کړو وزارت یوشمېر مشرانو هم ګډون درلود. د لوړو زده کړو وزیر د دغې ناستې اصلي موخه د وزارت او پوهنتونونو تر منځ لا ښه همغږي او د وزارت مشرتابه په چارو کې د استادانو له نظرونو او تجربو څخه ګټه اخیستل یاد کړل.

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې له ښوونیز څخه څېړنیز ته د تحصیلي نظام اړولو برخه کې یوشمېر ګامونه پورته شوي؛ خو په وینا یې دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او د لوړو زده کړو وزارت یې له خپلو لومړیتوبونو څخه بولي.

ښاغلي بصیر زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت پر دې کار کوي چې په هر پوهنتون کې د څېړنې یو معاونیت رامنځته شي. له دې سره د بحث بله موضوع الکټرونیکي زده کړې وې؛ چې د لوړو زده کړو وزیر یې د هېواد په کچه په پراخېدو ټینګار وکړ. ډاکټر عباس بصیر وویل چې د زده کړو الکټرونیکي کېدو په برخه کې ګامونه اخیستل شوي او دا به لاپیاوړي شي؛ ځکه چې له یوه لوري به د فساد مخنیوی او له بل لوري به د زده‌کړو په بهیر کې روڼواالی لوړ شي.

د لوړو زده کړو وزیر په وینا تر دې مهاله له برېښنايي اړخه د تآلیف او ژباړې برخه کې کار شوی خو باید د بشري سرچینو، الکټرونیکي حاضرۍ او استادانو د ازموینه برخه کې هم لازم ګامونه پورته شي.

د دې تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال پوهندوی سیدفرهاد شهیدزاده هم ټینګار وکړ چې د روان سمسټر تر پای ته رسېدو وړاندې باید د پوهنځیو په کچه ټول استادان سره کېني؛ د تېر کال پر ستونزو او کمښت بحث او د ۱۴۰۰ کال لپاره خپل لیدلوري سره راغونډ او د لوړو زده کړو وزارت سره دې شریک کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د عملي کار کولو په موخه هم د لوړو زده کړو وزارت له یوشمېر دولتي ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او لاهم پر دې کار کوي چې څنګه زدکړیالان په عملي ډګر کې د تجربې ترلاسه کولو په موخه بېلابېلو ادارو ته وروپېژني.

په پای کې د غونډې ګډونوالو د دې ناستې جوړېدو له امله د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او پرېکړه وشوه چې تر دې وروسته به هره میاشت ورته ناسته جوړه شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS